راهنمایی نگارش مقاله

د مقالې بشپړ عنوان باید حداکثر په دوو کرښو کې په Bahij Zar، ۱۶بولډ فونټ کې ولیکل شي.

 لومړی لیکوال[1]۱، دویم لیکوال۲، درېیم لیکوال۳

۱- ........ دیپارتمنت، ...... پوهنځی، .......... پوهنتون/اداره، د ولایت نوم، افغانستان (بهیج زر، ۱۱ اندازه)

۲- ........ دیپارتمنت، ...... پوهنځی، .......... پوهنتون/اداره، د ولایت نوم، افغانستان (بهیج زر، ۱۱ اندازه)

یادونه: له پوهنتونونو پرته نور څېړونکي او لیکوالان دې د څانګو او پوهنځیو معلومات نه لیکي. 

لنډیز (په Bahij Zar، ۱۵ بولډ فونټ)

د مقالې لنډیز باید په یوه پراګراف کې تنظیم شي او پرته له دې، چې جلا سرلیکونه ولري،  د موضوع مسأله باید (په دوو جملو)، هدف (دوو جملو)، میتود (درې جملو کې د څېړنیزې طرحې، آماري ټولنې، نمونې، او د نمونې اخیستنې د ډول او وسائلو په ګډون) ، نتایج (درې جملو کې له ارقامو او شمېرو پرته) او پایله (دوو جملو) کې ولیکل شي. لنډیز په حقیقت کې روایت دی، چې د تېرې زمانې څرګندونه کوي، ځانګړي عنوانونه باید ونه لري. د لنډیز متن باید له ۱۸۰ کلمو نه تر ۲۰۰ کلمو پورې وي، تر هغو زیات باید نه وي. (بهیج زر فونټ، اندازه ۱۲) 

کلیدي کلمې: د کلیدي کلمو شمېر باید له ۴ نه تر ۷ کلمو پورې وي، د الفبا په ترتیب دې ولیکل شي، په ویرګول دې سره بېلې شي. (فونټ بهیج زر، اندازه ۱۴)

[1] Email: د مسؤل لیکوال ایمیل آدرس دې ولیکل شي

سریزه ( بهیج زر بولډ، اندازه ۱۵)

سریزه باید لنډه، روښانه، موخه لرونکې او منظمه ولیکل شي. لیکوالان باید په سریزه کې د معلوماتو ډول، تسلسل او منطقي ترتیب ته پام وکړي. د سريزې په لومړۍ برخه کې لیکوال باید په عامه توګه د خپلې څېړنې په اړه وضاحت وړاندې کړي، ورپسې خپله موضوع په تخصصي توګه معرفي کوي. د معرفي وروسته باید د څېړنې ستونزه (مسأله)، د څېړنې ارزښت، د څېړنې موخې، د څېړنې پوښتنې او د اړتیا په صورت کې نظري بنسټ هم وړاندې شي. ( بهیج زر، اندازه ۱۴)

د څېړنې شالید ( بهیج زر بولډ، اندازه ۱۵)

د ټولو هغو څېړنو او مطالعاتو پر موندنو مرور کول چې له دغې موضوع سره ارتباط لري او د هغو نیمګړتیاوو څرګندونه کوي، چې پر بنسټ یې اوسنۍ څېړنه ترسره کېږي. دغه برخه هم په تحلیلي توګه لیکلی شو او هم کولی شو مخکینۍ څېړنې په تحلیلي – انتقادي توګه په لنډیز سره بیان کړو. ( بهیج زر، اندازه ۱۴)

د څېړنو کړنلاره (میتود) ( بهیج زر بولډ، اندازه ۱۵)

د څېړنیزو مقالو یوه ډېره مهمه برخه هغه معلومات دي، چې د څېړنې د کړنلارې په برخه کې وړاندې کېږي. په ټولیزه توګه کړنلاره د څېړنې د برخو، ټولنې، نمونې او د نمونې اخیستنې د تګلارې، د نمونو اندازه کولو، اخلاقي ملاحظاتو، د معلوماتو د راټولولو، مدیریت کولو او شننې د ډول، کمپیوټري سافټ وییرونو او د معلوماتو راټولولو د ابزارو په اړه معلومات وړاندې کوي. ( بهیج زر، اندازه ۱۴)

 د څېړنې مواد او موندنې (د مقالې اصلي موضوع): ) ( بهیج زر بولډ، اندازه ۱۵)

د څېړنیز مقالې لپاره راټول شوي معلومات په آماري، کیفي او ترکیبي توګه د څېړونکي له تحلیل او تجزیې سره یوځای په همدې برخه کې وړاندې کیږي او څېړونکی خپله څېړنه تر لاسته راوړنو او موندنو پورې رسوي. څېړونکی باید په دې برخه کې د راټولو شوو معلوماتو څخه د څېړنې موخو ته ځان ورسوي او هغه پوښتنې چې د څېړنې په تړاو یې مطرح کړې دي، هغو ته باید ځواب ووايي. لیکوال باید په دې برخه کې د څېړنې اخلاقي اصولو ته ډېر پابند واوسي، ترڅو څېړنه د یوې باارزښته څېړنې په توګه معرفي شي. ( بهیج زر، اندازه ۱۴)

پایله

پایله باید د څېړنې د موندنو او لاسته راوړنو بیانوونکې وي. په دې برخه کې د څېړنې موخو یا پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه د تر لاسه شوو موندنو او پایلو لنډیز او نتیجه وړاندې کېږي. په دې برخه کې باید د موندنو د عملي کارونې موارد، د څېړنې محدودیتونه، او د هغو د پایلو تعمیم ته پاملرنه وشي. همداراز، د راتلونکو څېړنو لپاره وړاندیزونه او د موندنو د تطبیق لارې هم په دې برخه کې مطرح کیږي. ( بهیج زر، اندازه ۱۴)

اخځلیکونه:

پښتو او فارسي سرچینې دې په بهیج زر فونټ، ۱۳ اندازه او hanging 1cm کې په APA فارمټ کې لیکل شي. موږ به یې څو نمونې دلته وړاندې کړو:

که د کتاب لیکوال یو تن وي، مأخذ یې داسې ولیکئ:

هاشمي، سید محی الدین. (۱۳۹۵ هـ ل). د لیکوالۍ هنر. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

د متن په داخل کې یې داسې ولیکئ:  (هاشمي، ۱۳۹۵)

که د کتاب لیکوالان تر یوه زیات وي، بیا یې داسې ولیکئ؟

سرمد، زهره، بازرگان، عباس و حجازی، الهه. (1376). روش‌های تحقیق در علوم رفتاری. تهران: انتشارات آگه.

د متن په داخل کې یې داسې ولیکئ: (سرمد او همکاران ، ۱۳۶۷)

که له مقالې مو ګټه اخیستې وي، نو مأخذ یې داسې ولیکئ:

زمانی، سیدقاسم. (1398). جایگاه اصل انتظارات مشروع در سازمان جهانی تجارت. فصلنامه پژوهش حقوق عمومی، 21(64)، 9-32. doi: 10.22054/qjpl.2019.21762.1513

د متن په داخل کې یې داسې ولیکئ: (زمانی، ۱۳۹۸)

د ترجمه شوي کتاب مأخذ داسې ثبت کړی:

ماهوتیان، شهرزاد. (1390). دستور زبان فارسی از دیدگاه رده‌شناسی (ترجمۀ مهدی سمائی). تهران: مرکز.

د متن په داخل کې یې داسې ولیکئ: (ماهوتیان، ۱۳۹۰)

له تفاسیرو څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې خپل مأخذ داسې ولیکئ:

المظهري، محمد ثناءالله. (۱۴۱۲) التفسیر المظهري. پاکستان: المکتبة الرشیدیه

د متن په داخل کې یې داسې ولیکئ: (۱۴۱۲)

Journal Logo
بورد رهبری
  • رئیس بورد شیخ مولوي ندامحمد ندیم
  • معاون دکتور حمیدالله مزمل
  • عضو شیخ مولوی محمد عابد حقانی
  • عضو عبدالباری خپلواک
  • عضو دکتور عنایت الرحمن مایار
  • عضو انجنیر ضیاءالرحمن مولوی زاده
  • برگزار کننده پوهنتون وردگ

آخرین خبرها

Cover Image

تجهیزات لازم برای جلسه گروهی پروژه تحقیقاتی

تاریخ نشر 1404/10/16 08:52:ق ظ

Cover Image

جلسه آنلاین مدیریت پروژه

تاریخ نشر 1404/10/01 00:00:ق ظ

Cover Image

لینک ورود به کارگاه مهارت‌های ارتباطی

تاریخ نشر 1404/10/01 00:00:ق ظ

Cover Image

آغاز امتحانات سمستر خزانی سال ۱۴۰۴

تاریخ نشر 1404/09/16 00:00:ق ظ

Cover Image

علمي سيمينار د "ديني او ملي ارزښتونو ته پاملرنه" تر عنوان لاندې وړاندي شو

تاریخ نشر 1404/09/16 00:00:ق ظ

نمایه‌ها

کلیدواژه ها