تجهیزات لازم برای جلسه گروهی پروژه تحقیقاتی
د خپرېدو نېټه 1404/10/16 08:52:ق ظ
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله وسلام علی عباده الذین اصطفی لاسیما علی سیدنا محمد و علی آلی و اصحابه اهل التقی و النقی
د اسلامي امارت امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د ملت د فلاح، عزت او بیدارۍ لپاره تل د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې احکام او فرامین صادر کړي، چې د اسلامي نظام او ملت لپاره بنسټیزې تګلارې ټاکي او د څو لسیزو مجاهدې او مبارزې په لړ کې له افغاني ټولنې څخه د هغو ستونزو او مشکلاتو ټغر ټولوي، چې دا ملت ورسره لاس او ګریوان وو. دغه احکام او فرامین نه یوازې اسلامي نظام او حکومت لپاره د تصمیمنیونې حکمونه دي، بلکې د ټولنې د هر اړخ لپاره د ژوند اصلي او اسلامي نقشه وړاندې کوي، چې د شریعت، سیاست، اقتصاد، ټولنیز نظم، فرهنګ او اسلامي هویت د ساتنې او ودې بنسټونه په کې ځای پر ځای شوي دي. د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ټول فرمانونه د قیادت له ستراتیژۍ نیولې تر ولسي ژوند، فکري بیدارۍ، ملي یووالي، اقتصادي خپلواکۍ، فرهنګي وقار او دیني ارزښتونو پورې د یوه باوقاره، متحد او اسلامي ملت د جوړېدو روښانه افقونه پرانیزي، له هر یوه فرمان سره د بې شماره ستونزو حل او شرعي لارښوونې تړل شوې دي، چې په علمي توګه باید وڅېړل شي. د همدې لپاره د "له اسلامي قیادت څخه تر ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او شرعي پرمختګونو پورې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د اغېزو" تر سرلیک لاندې دغه کنفرانس په لاره اچول شوی دی، چې اساسي موخه یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، احکامو او لارښوونو د اغېزو څېړل دي، په دې توګه کنفرانس دا فرصت رامنځته کوي، ترڅو ټول احکام او فرامین د ټولنې ستونزو او اړتیاوو ته په کتو سره په علمي توګه و څېړل شي او د پوهې، تحلیل او فکري تبادلې له لارې یې تطبیق ته لاره هواره شي او د اسلامي امارت د مدبرانه قیادت، اسلامي مفکورې او تطبیقي تجربو پر بنسټ، یو بااعتماد، خودکفاء، متحد او روښانه راتلونکی تضمین شي. په دغه کنفرانس کې به دیني، علمي، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه برخه واخلي، ترڅو د فرامینو د اثراتو علمي ژوروالی، ټولنیز انعکاس او د نظام په جوړونه کې د هغو نقش تحلیل کړي او له دې لارې د اسلامي امت لپاره د ژوند یوه څرګنده، اسلامي او ملي تګلاره وړاندې کړي.
په درنښت
شیخ القران والحدیث مولوي محمد عابد حقاني
ټول حقوق خوندي دي ©